اېډمرل ظفر محمود عباسي د پاك بحريه ذمه وارۍ ترلاسه كړې۔ نېول هېډكوارټر اسلام آباد كښې په يوه درنه دستوره كښې وظيفه ترسره كوؤنكي نېول چيف اېډمرل ذكاﺀ الله ده ته د پاك بحريه كمان وسپارلو۔ د پاك بحريه يوې چمتو ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ دستوره كښې د پاك سمندري ځواك لوئے شمېر چارواكو ګډون وكړو۔

اسلام آباد ۔ 07 اکتوبر (اے پی پی) ایډمرل ظفر محمود عباسی د پاك بحريه ذمه وارۍ ترلاسه كړې۔ نېول هېډكوارټر اسلام آباد كښې په يوه درنه دستوره كښې وظيفه ترسره كوؤنكي نېول چيف اېډمرل ذكاﺀ الله ده ته د پاك بحريه كمان وسپارلو۔ دې د سمندري ځواك 16 م مشر غوره كړے شوے۔ وظيفه ترسره كوؤنكي نېول چېف اېډمرل ذكاﺀ الله او نوے چيف د ګارډ آف آنر معائنه …

اسلام آباد ۔ 07 اکتوبر (اے پی پی) ایډمرل ظفر محمود عباسی د پاك بحريه ذمه وارۍ ترلاسه كړې۔ نېول هېډكوارټر اسلام آباد كښې په يوه درنه دستوره كښې وظيفه ترسره كوؤنكي نېول چيف اېډمرل ذكاﺀ الله ده ته د پاك بحريه كمان وسپارلو۔ دې د سمندري ځواك 16 م مشر غوره كړے شوے۔ وظيفه ترسره كوؤنكي نېول چېف اېډمرل ذكاﺀ الله او نوے چيف د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ اېډمرل ذكاﺀ الله په دې مهال خپل خطاب كښې ووئيل پاكستان د خپلې دفاع بشپړ صلاحيت لري۔ چین پاکستان اقتصادی راهداری منصوبه سيمه كښې د امن او څوكالۍ ضمانت وركوي۔ ددې امنيت له د پاكستان سمندري ځواك بشپړ كردار ترسره كوي۔ ده نېول چيف ته د پاك سمدري ځواك د مشر په حېث د ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركولو سره ووئيل نوے چيف يو قابل او صلاحيت لرونكے افسر دے۔ ده ووئيل سيمه كښې د امنيت حالات پېچلې دے او اوس هم چېلنجز سره مخ يو۔ پاكستان چې څومره چېلنجز سره مخ دے دا ددې غوښتنه كوي چې مونږ بېدار پاتے شو۔ مونږ منطقه كښې د خپل حريف ورځ په ورځ زياتېدونكي جنګي سامان څخه بې خبره پاتې كېدې نه شو۔ دغسې چې څوك هم خپله اجاره داري جوړه نه كړي۔ د روايتي دښمن هر ډول جارحيت مقابلې له هر وخت چمتو يو۔ ده ووئيل پاك بحريه په پېشه ورانه توګه د نړۍ تر ټولو غوره پوځ دے۔ ده ووئيل منطقه كښې د طاقت توازن زيات ضروري دے۔ ملګري هېواد چين سره فرېګېټ لوظنامه شوې۔ د 8سب مېرینز لوظنامه هم شوې۔ نور ميزائل كرافټ فلېټ كښې شاملېږي۔ ده ووئيل د پاكستان دفاع لپاره د ځانونو په قرباني وركوؤنكو د پاك سمندري ځواك وياړ لري۔ په دې مهال د نوي نېول چيف د تعينات كېدو نوټيفيكېشن هم واورولې شو۔ ده ته اعزازي توره هم وركړې شوه۔ ۔اېډمرل ظفر محمود عباسی په 1981 كښې د پاك بحريه آپرېشنل برانچ كښې كمېشن ترلاسه كړو۔ ده ابتدائي تربيه رائل نېول کالج ډارت متھ انګلېنډ څخه ترلاسه كړې۔ دې د دوهم چيف آف نېول په منصب هم پاتے شوے۔ د پېشه ورانه خذماتو په اعتراف كښې ده د هلال امتیاز ملټری درناوې هم ترلاسه كړې۔ اولس مشر د اكتوبر په 3مه نېټه دے د بحريه نوے مشر ټاكلے وو۔ دے د کثیر الملکی ټاسک فورس 150 كمانډ ههم پاتے شوے۔ دې سره سره اېډمرل ظفر محمود عباسی د کمانډ پاکستان فلېټ ،کمانډرکوسټ او کمانډر لاجسټکس په عهدو هم پاتې كېدو سره خپل خذمات ترسره كړي دي۔