دبئی ۔14اکتوبر (اے پی پی) متحده عرب اماراتو د غزې په تړانګه کښې د روان جنګ له امله د اغیزمن شویو فلسطینیانو لپاره د مرستې کمپاین پېل كولو اعلان كړے دے۔ د متحده عرب اماراتو د خبري آژانس د خبر له مخې د مرستې دغه کمپاین به د اتوار په ورځ له ابوظبي څخه پېل شي۔ دا به د اماراتو هلال احمر لخوا څارل كېږي۔ د مرستې کمپاین به د …
د متحده عرب اماراتو لخوا د غزې فلسطيني وګړو لپاره د مرستې کمپاین اعلان
دبئی ۔14اکتوبر (اے پی پی) متحده عرب اماراتو د غزې په تړانګه کښې د روان جنګ له امله د اغیزمن شویو فلسطینیانو لپاره د مرستې کمپاین پېل كولو اعلان كړے دے۔ د متحده عرب اماراتو د خبري آژانس د خبر له مخې د مرستې دغه کمپاین به د اتوار په ورځ له ابوظبي څخه پېل شي۔ دا به د اماراتو هلال احمر لخوا څارل كېږي۔ د مرستې کمپاین به د ابوظهبي زاید پورټ كښې د سهار له 9 بجو څخه د ماځيګر تر 4 بجو دوام لري۔ له دې څخه وروسته به د متحده عرب اماراتو په نورو ایالتونو کښې به هم دا پېل شي۔ د یادولو وړ ده چې د غزې د جنګ ځپليو سره د مرستې کمپاین په متحده عرب اماراتو کښې د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام په مرسته ترسره کیږي او دا د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو دفتر او د سماجي خېر ښېګړې وزارت د لارې تنظیمیږي۔











