د امريكې سېنېټرانو به د چين دورې هركلے كوو۔ د چين خارجه وزارت

بيجنګ 04 اکتوبر(اے پی پی) د چين خارجه وزارت وياند د امريكې سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر چارلس شومر په مشرۍ كښې د يو پلاوي د چين دورې په موقع د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركړل۔ خبريال پوښتنه وكړه چې چارلس شومر په دې وروستيو كښې اعلان كړے ؤ چې د هغه په مشرۍ كښې به حكومتي او د مخالفې ډلې سينيټرانو پشمول پلاوې د چين دوره كوي۔په دې …

بيجنګ 04 اکتوبر(اے پی پی) د چين خارجه وزارت وياند د امريكې سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر چارلس شومر په مشرۍ كښې د يو پلاوي د چين دورې په موقع د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركړل۔ خبريال پوښتنه وكړه چې چارلس شومر په دې وروستيو كښې اعلان كړے ؤ چې د هغه په مشرۍ كښې به حكومتي او د مخالفې ډلې سينيټرانو پشمول پلاوې د چين دوره كوي۔په دې اړه چين څه تاثرات دے ؟ولې د چين لارښود چارلس شومر په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كوي؟۔د چين خارجه وزارت وياند په ځواب كښې ووئيل چين به د دې پلاوي د چين دورې په موقع هركلے كوي او هيله لري چې د دې دورې څخه به د امريكې كانګريس د چين په اړه معارضي تفهيم كښې اضافه اوشي او د دواړو هېوادونو قانون سازو ادارو ترمينځه خبرو اترو او تبادلو ته به وده ترلاسه شي او د چين-امريكې اړيكو ښه والي كښې به مثبت كردار ادا كوي ۔