ملګري ملتونه 28 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غیر رسمی غونډه كښې پاکستان كښې تير كال د سېلاب له مخې د شوې تباهۍ ازالې لپاره حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه شوې ده ۔د ملكرو ملتونو جنرل اسمبلۍ يو غیر رسمی غونډه وشوه ۔ غونډه تير كال د منظور شوې قرارداد عمل درآمد جاج اخستلو لپاره رابللې شوې وه چې پكښې د نړيوالي ورورولۍ څخه …
د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غیر رسمی غونډه،پاکستان كښې د سيلاب تباهۍ مخنيوي له د حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه
ملګري ملتونه 28 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غیر رسمی غونډه كښې پاکستان كښې تير كال د سېلاب له مخې د شوې تباهۍ ازالې لپاره حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه شوې ده ۔د ملكرو ملتونو جنرل اسمبلۍ يو غیر رسمی غونډه وشوه ۔ غونډه تير كال د منظور شوې قرارداد عمل درآمد جاج اخستلو لپاره رابللې شوې وه چې پكښې د نړيوالي ورورولۍ څخه مرستي زياتولو او د هېواد بحالۍ لپاره سیاسی عزم په ځائے د ساتلو غوښتنه شوې۔په غونډه كښې د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل انتونیو ګوترش ، د مهمو هېوادونو نمائندګانو تيره ورځ پاکستان لپاره د مرستې پخلے وكړو۔په دې موقع د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل ووئيل تير كال د سېلاب په وجه د پاکستان ډېره زمكه د اوبو لاندې راغلې وه،زياتره سيمو څخه اوبه كوزي شوي خو ځپليو سيمو كښې د بحالۍ لپاره د پاکستان ضروریات اوس هم شته۔په غونډه كښې منظور کړي قرار داد كښې د ماحولیاتی بدلون په نتيجه كښې راغلې سېلاب له امله د شوې تباهۍ ازالې له د پاكستان اولس او حكومت سره د يووالي څرګندونه وشوه۔پاکستان كښې د دې سېلاب له امله 3 کروړه 30 لکهه كسان ځپلې شوي ،1,700 څخه زيات كسان په حق رسيدلې او نزدې 80 لکهه كسان بے كوره شوې ، چې پكښې زياتره اوس هم په خيمو كښې او په عارضي كورنو كښې مېشته دي۔غوندې ته وينا كښې د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل ووئيل مونږ دلته د پاكستان اولس لپاره راجمع شوې يو۔ده ووئيل اګست 2022 كښې د پاکستان دورې په مهال ما د سېلاب له امله شوے زيان پخپله ليدلے دے۔ده ووئيل ما ليدلي چې انسانی ژوندون ، كورونه ، ذریعه معاش، سکول، روغتونونه هر څه ختم شوې۔ده ووئيل د ماحولیاتی بدلون له امله په لويه توګه شوے دا زيان چري هم نه شو هيرولے۔










