عبوري حكومت آئين كښې هېڅ ګنجائش نه لري۔ د بېګم كلثوم نواز ښه كېدو څخه وروستو به نواز شريف پاكستان كښې وي او ټولو چارو ته به مخامخ وي۔ چوهدري نثار علي خان ماته وئيلي وو زمونږ ګوند مسلم ليګ (ن) دے او زما لارښود نواز شريف دے۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ميډيا سره خبرې

لاهور ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) دقامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي عبوري حكومت آئين كښې هېڅ ګنجائش نه لري۔ د بېګم كلثوم نواز ښه كېدو څخه وروستو به نواز شريف پاكستان كښې وي او ټولو چارو ته به مخامخ وي۔ ده د اتوار په ورځ سمن آباد كښې د بېلو منصوبو پرانستې كولو څخه وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل انتخابي اصلاحات بل سېنېټ څخه …

لاهور ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) دقامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي عبوري حكومت آئين كښې هېڅ ګنجائش نه لري۔ د بېګم كلثوم نواز ښه كېدو څخه وروستو به نواز شريف پاكستان كښې وي او ټولو چارو ته به مخامخ وي۔ ده د اتوار په ورځ سمن آباد كښې د بېلو منصوبو پرانستې كولو څخه وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل انتخابي اصلاحات بل سېنېټ څخه منظور شوے٬ په بل كښې په كېدونكو بدلونونو د عملدرآمد ذمه واري د الېكشن كمېشن وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چوهدري نثار مشر لارښود دے او وي به۔ چوهدري نثار علي خان ماته وئيلي وو زمونږ ګوند مسلم ليګ (ن) دے او زما لارښود نواز شريف دے۔ ده ووئيل په كومه ورځ چې د عدالت پرېكړه راغله هغه نواز شريف سره وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په 6 ستمبر زما دريځ هم دا وو چې هر سياستدان له به په ګډه د ترهګرو په ضد جنګ كول وي او د ټول قام يو موټې كېدل ډېر ضروري دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعظم به شاهد خاقان عباسي وي او د ن ليګ مشر لارښود نن هم نواز شريف دے۔ په دې مهال سپيكر د شهيد لېفټېننټ ارسلان عالم لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل شهيد د هېواد ساتنې له د خپل ځان قرباني وركړه۔ مونږ بايد دده مننه وكړو۔