د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول

ېښور ۔ 27 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د پی ډی اېم اے خېبر پښتونخوا لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د زلزله پېما مرکز له مخې د زلزلې شدت 5.9 او مرکز يۍ د افغانستان هندوکش ریجن ريكارډ كړے شو۔ د زلزلې ژوروالې زمكه كښې 178 کلومیټر و۔ د زلزلې دا جړقونه د اسلام …

ېښور ۔ 27 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د پی ډی اېم اے خېبر پښتونخوا لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د زلزله پېما مرکز له مخې د زلزلې شدت 5.9 او مرکز يۍ د افغانستان هندوکش ریجن ريكارډ كړے شو۔ د زلزلې ژوروالې زمكه كښې 178 کلومیټر و۔ د زلزلې دا جړقونه د اسلام آباد، پېنډۍ ، مانسهر، شانګله ، سوات او چکوال په شمول د خېبر پښتونخوا په زياتره سيمو كښې محسوس كړې شول۔ د ابتدائي اطلاعاتو له مخې د صوبې په كومه هم ضلع كښې د زلزلې د لاسه شوي ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔ پي ډي اېم اے د صورتحال پرله پسې نګراني كوي۔ د پی ډی اېم اے اېمرجنسی آپرېشن سنټر په بشپړه توګه فعال دے او اولس د كومې هم ناوړه پېښې اطلاع په 1700وركولې شي۔