وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان او مقبوضه كشمير پشمول ټولې مهمې مسئلې په جرات او بهادرۍ په ډاګه كړې۔ عبدالقيوم وزيراعظم خپل درېځ په ښه ډول بيان كړې۔ شاه محمود قرېشي

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) سناتور عبدالقیوم وئيلي دي وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان او مقبوضه كشمير پشمول ټولې مهمې مسئلې په جرات او بهادرۍ په ډاګه كړې۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي خطاب جامع او مناسب ګرځولې۔ ده ووئيل وزیراعظم شاهد خاقان …

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) سناتور عبدالقیوم وئيلي دي وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان او مقبوضه كشمير پشمول ټولې مهمې مسئلې په جرات او بهادرۍ په ډاګه كړې۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي خطاب جامع او مناسب ګرځولې۔ ده ووئيل وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او خارجه وزير د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره سائيډ لائن ملاقاتونه كړې او ھغوي ئې د پاكستان د نطقه نظر نه خبر كړي۔ د خارجه چارو پخواني وزير شاہ محمود قرېشي هم د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي غونډې ته وېنا جامع او مفصله ګرځولو سره ووئيل وزيراعظم د پاكستان دريځ په ښه ډول بيان كړې۔ ده ووئيل نړۍ د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د كاميابو او قربانيو نه ښه خبر ده ۔ ده د پاكستان روس سره ښې كېدونكې اړيكې هم ډېرې غوره وګرځولې۔