پېښور 22 اګست(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د بټګرام په چيئر كښې د ګير شويو زده كونكو د معاملې نوټس اخستلو سره د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري او د هزاره ډويژن كمشنر سره ټېليفوني رابطه وكړه۔ ده په بټګرام كښې په چيئر لفټ كښې د ګير شويو زده كونكو رېسكيو كولو لپاره د فوري بېړني اقداماتو هدايت كولو سره ووئيل چې په چيئر لفټ كښې د ګېر شوي زده كونكو په سمدستي توګه رېسكيو كولو لپاره دې ګامونه پورته كړې شي۔ له بلې خوا ګورنر سره سېنېټر عبدالغفور حېدري هم ټېليفوني تماس ونيولو او ده څخه يۍ د زده كوؤنكو د خېر خېريت او رېسكيو اقداماتو په اړه معلومات ترسره كړل۔ د زده كونكو خيريت او رېسكيو اقدامات په اړه معلومات ترلاسه كړي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي ووئيل چې ټولې اړوند ادارې او ضلعي انتظاميه په ګډه رېسكيو عمليات كښې برخه اخلي٬د ماشومانو رېسكيو كولو لپاره چورلكه هم بټګرام ته لېږلې شوې ده ٬د بټګرام سيمې اولس په رابطه كولو او فوري رېسكيو آپرېشن كولو د ګورنر مننه وكړه٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي په چيئرلفټ كښې ګېر ټول كسان به حفاظت سره بچ كړې شي۔د يادونې وړ ده چې د بټګرام په آلائي سيمه كښې د چيئر لفټ رسۍ شليدلې چې له امله يۍ استاذان او ماشومان څو ساعتونو څخه په لفټ كښې ګېر شوي دي۔ د هزاره كمشنر لنډ مهاله حكومت څخه د مرستې كارروايۍ لپاره چورلكه غوښتلې۔ د سركاري چارواكو له مخې په لفټ كښې استاذان او 8 ماشومان موجود دي٬ او دا لفټ زمكې څخه 2 زره فټ بلندۍ كښې دې۔