د ګلګت بلتستان ګورنر سید مهدی شاہ د خېبرپښتونخوا ګورنر سره ملاقات،د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه

پېښور 20 اګست (اے پي پي)د ګلګت بلتستان ګورنر سید مهدی شاہ تيره ورځ د پېښور ګورنر هاؤس دورہ وكړه او د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی سره ئې ملاقات وكړو، ملاقات كښې د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه، ګورنر هاؤس لخوا جاري شوې بيان له مخې دواړه ګورنرانو د خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان ترمينځه سیاحتی هلو ځلو ته ودي وركولو او خېبر پښتونخوا شمالی …

پېښور 20 اګست (اے پي پي)د ګلګت بلتستان ګورنر سید مهدی شاہ تيره ورځ د پېښور ګورنر هاؤس دورہ وكړه او د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی سره ئې ملاقات وكړو، ملاقات كښې د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه، ګورنر هاؤس لخوا جاري شوې بيان له مخې دواړه ګورنرانو د خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان ترمينځه سیاحتی هلو ځلو ته ودي وركولو او خېبر پښتونخوا شمالی سيمو څخه تر ګلګت بلتستان سېلګرو له ښه يسانيو وركولو لپاره شريك اقداماتو ته سلا شول، په دې موقع د خېبر پښتونخوا حاجی غلام علی ووئيل ګلګت بلتستان سیاحتی او قدرتی وسائلو څخه ډكه سيمه ده، ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا شمالی سيمو كښې د سېلګرۍ ودي سره به معیشت ته ګټه وشي، ګورنر سید مهدی شاہ ووئيل ګلګت بلتستان اولس امناكه اولس دې، ګلګت بلتستان د هېواد او غیر ملکی سېلګرو لپاره د يو زړه راښكونكي سيمي حیثیت لري۔

مزید خبریں