د ټرانزټ ټريډ بهترۍ لپاره د ډائرېكټر ارباب قېصر حميد په مشرۍ كښې د پنځلس كسيزه پاكستاني پلاوي د افغانستان دوره

پېښور 17 اګست (اے پي پي) د پاك افغان پولې دواړو اړخونو ته ټرانزټ ټريډ لپاره د موثره رابطه كارۍ بهترۍ لپاره د ټرانزټ كسټمز ډيپارټمنټ ډائرېكټر ارباب قېصر حميد په مشرۍ كښې پنځلس كسيزه پاكستاني پلاوي د افغانستان كړې٬ د پلاوي په نورو غړو كښې ايډيشنل ډائريکټر ټرانزټ ټريډ شمس وزير، ايډيشنل کلکټر اپريزمنټ محمد رضوان، ډپټي کلکټر اپريزمنټ محب خان او ډائريکټر پاك افغان جوائنټ چيمبر آف کامرس …

پېښور 17 اګست (اے پي پي) د پاك افغان پولې دواړو اړخونو ته ټرانزټ ټريډ لپاره د موثره رابطه كارۍ بهترۍ لپاره د ټرانزټ كسټمز ډيپارټمنټ ډائرېكټر ارباب قېصر حميد په مشرۍ كښې پنځلس كسيزه پاكستاني پلاوي د افغانستان كړې٬ د پلاوي په نورو غړو كښې ايډيشنل ډائريکټر ټرانزټ ټريډ شمس وزير، ايډيشنل کلکټر اپريزمنټ محمد رضوان، ډپټي کلکټر اپريزمنټ محب خان او ډائريکټر پاك افغان جوائنټ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري ضياء الحق سرحدي شامل وو۔ د ننګرهار ولايت د ګمرك (كسټم) ريئس حاجي فضل هادي افغانستان ته رسېدو د پلاوي تود هركلے وكړو۔ په دې موقع د غونډې په مهال ګډون كوٶنكو د سامان كليئرنس كښې د التواء پشمول په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه او د مسئلو هواري لپاره ئې بېل تجويزنه وړاندې كړل