پېښور 17 اګست (اے پي پي) د مالاکنډ په سخاكوټ سيمه كښې د جائيداد په شخړه د ډزو په نتيجه كښې يوه مور سره د خپلو دوه زلمو زامنو ووژلې شوه۔ د پوليس له مخې د سخاكوټ په غارو كلي كښې د دوه نزدې خپلوانو ترمېنځه د جائيداد په شخړه د ډزو په نتيجه كښې يوه مور سره د خپلو دوه زلمو زامنو وژلې شوې او ملزمان له موقعې څخه تښتېدلې دي۔ په دې پېښه د سيمې خلقو مشتغل كېدو سره مړي په ستره لاره كېښودو سره احتجاج وكړو كوم چې وروستو د انتظاميې لخوا د تورنو په ضد د كاروايۍ كولو باور په ترلاسه كېدو ختم كړے شو۔ د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په مردان كښې هم د زمكې په شخړه يوه مور سره د خپلو درې زامنو وژلې شوې وه۔