بېلټ او روډ پروژه د شريك پرمختګ عكاس٬ د هېوادونو ترمېنځه د مرستې غوره ماډل او د خوشحالې او پرمختګ په پلو يوه كوټلې لار ده٬ د پاكستان پھ معيشت كښې د تېرو څلورو كلونو په مهال پياوړې بهتري راغلې٬ سي پېك به اقتصادي پرمختګ لپاره لا مهم كردار ترسره كړي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې بېلټ او روډ پروژه د شريك پرمختګ عكاس٬ د هېوادونو ترمېنځه د مرستې غوره ماډل او د خوشحالې او پرمختګ په پلو يوه كوټلې لار ده٬ د پاكستان پھ معيشت كښې د تېرو څلورو كلونو په مهال پياوړې بهتري راغلې٬ سي پېك به اقتصادي پرمختګ لپاره لا مهم كردار ترسره كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ …

ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې بېلټ او روډ پروژه د شريك پرمختګ عكاس٬ د هېوادونو ترمېنځه د مرستې غوره ماډل او د خوشحالې او پرمختګ په پلو يوه كوټلې لار ده٬ د پاكستان پھ معيشت كښې د تېرو څلورو كلونو په مهال پياوړې بهتري راغلې٬ سي پېك به اقتصادي پرمختګ لپاره لا مهم كردار ترسره كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان او چين ترمېنځه شراكت داري به د توان او ټرانسپورټېشن نه واخله نورو يو شمېر څانګو ته ورسي۔ ده ووئيل چې پاكستان د 207 مليونه ځوانانو ابادي لري او باور لري چې د اقتصادي حكمت عملې د لارې به د خوشحالې په پلو لاړ شي۔ ده ووئيل چې پاكستان خپل اهداف ترلاسه كولو لپاره په خپل هېواد كښې دننه او د پولو نه ګېر چاپېره سلامتيا غواړي۔ ده ووئيل چې مونږ ټولو رياستونو سره د برابرې او خپلواكې په بنياد ښې اړيكو غواړو او مونږ به د دوستې او مرستې په ټولو وړاندېزونو په مثبت ډول وړاندې ځو۔