ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د ختيزو او لوېديزو ترمېنځه اوسنې كړكېچ اروپا يو بل سوړ جنګ سره مخ كولې شي٬ د فلسطيني ستونزې ختمېدل په نظر نه راځي٬ نسل پرستي او مذهبي كركه په اسلام فوبيا او زېنوفوبيا كښې بدله شوې٬ د روهنګيا د مسلمانانو نشل كشي د انسانيت د ټولو اقدارو په ضد او زمونږ اجتماعي ضمير لپاره چېلنج …
د ختيزو او لوېديزو ترمېنځه اوسنې كړكېچ اروپا يو بل سوړ جنګ سره مخ كولې شي٬ د فلسطيني ستونزې ختمېدل په نظر نه راځي٬ نسل پرستي او مذهبي كركه په اسلام فوبيا او زېنوفوبيا كښې بدله شوې٬ د روهنګيا د مسلمانانو نشل كشي د انسانيت د ټولو اقدارو په ضد او زمونږ اجتماعي ضمير لپاره چېلنج دے۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي
ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د ختيزو او لوېديزو ترمېنځه اوسنې كړكېچ اروپا يو بل سوړ جنګ سره مخ كولې شي٬ د فلسطيني ستونزې ختمېدل په نظر نه راځي٬ نسل پرستي او مذهبي كركه په اسلام فوبيا او زېنوفوبيا كښې بدله شوې٬ د روهنګيا د مسلمانانو نشل كشي د انسانيت د ټولو اقدارو په ضد او زمونږ اجتماعي ضمير لپاره چېلنج دے۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل چې په سوريه٬ عراق او د يمن پشمول په مېنځني ختيز كښې هر ځائ جنګ او تشدد دے۔ ده ووئل چې كه هر څو په عراق او سوريه كښې داعش كمزورې شوے خو په مېنځني ختيز٬ افريقا او د نړې په نورو برخو كښې د ترهګرې تشدد خپور شوے۔ ده ووئيل چې د اسرائيل غېر قانوني تسلط او د غېر قانوني مېشت ځايونو پراختيا سره په مقدس خاوره تشدد مخ په زياتېدو په نظر راځي۔ ده ووئيل چې نسل پرستي او مذهبي كركه په اسلام فوبيا او زېنوفوبيا كښې بدله شوې٬ د روهنګيا د مسلمانانو نشل كشي د انسانيت د ټولو اقدارو په ضد او زمونږ اجتماعي ضمير لپاره چېلنج دے۔











