سرینګر۔ 15 اګست(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو په شمول په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړو د هند د آزادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله چې مقصد يۍ نړيوالې ورورلۍ ته دا پېغام وركول دي چې هند په جموں وكشمير غېر قانوني قبضه كړې ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړو په مقبوضه سيمه كښې د روانو هندي ظلم او زياتي پلو د نړۍ پام ګرځولو له د نهې په ورځ د هند په ضد لاريونونه وويستل۔ د کل جماعتی حریت کنفرنس مشرتابه په خپل بيان كښې وئيلي چې هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جموں وكشمير كښې د آزادۍ ورځې لمانځلو هېڅ حق نه لري۔ حريت لارښودو ووئيل چې هند د آزادۍ ورځ لمانځي او هم ددې په غوښتنه كولو كشميري وګړي وژلې شي۔ دوئي ووئيل هند انګرېزانو څخه د خپلې آزادۍ جشن لمانځي خو په غېر قانوني توګه د قبضه كړې شوي كشمير اولس ته د آزادۍ حق وركولو څخه انكار كوي۔