کوئټه۔ 15 اګست (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير عبد القدوس بزنجو د نګران وزيراعظم په منصب سنبالولو انوار الحق كاكړ ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې په ننۍ مهمه قامي ورځ د نګران وزيراعظم د خپل منصب ذمه وارۍ سنبالول يوه ښه خبره ده٬ ټول اولس خپل پام نګران وزيراعظم پلو ګرځولے دے٬ د ټاكنو په خپل خپل ټاكلي وخت كښې په سپېځلي ډول كول د نګران وزيراعظم تر ټولو لومړۍ ذمه واري ده۔ ده ووئيل مونږ به نګران وزيراعظم لپاره تل لاس په دعا پاتې كېږو۔ ده ووئيل د نګران وزيراعظم تعلق بلوچستان سره كېدل مونږ ټولو لپاره د درناوي خبره ده۔ ده ووئيل انوار الحق كاكړ د بي اے پي مهم لارښود او زمونږ ټولو د باور وړ ملګرے دے۔ ده هيله ولرله چې هغه به خپل صلاحيتونه د آئيني ذمه وارو ترسره كولو لپاره وكاروي۔