كابل 14 اګست (اے پی پی) د افغانستان په خوست ښار كښې د چاودنې په نتيجه كښې 3 تنه مړه او 7 ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د خوست صوبائي وياند په يو بيان كښې ووئيل چې چاودنه د صوبائي پايه تخت په يو هوټل كښې دننه د ځايې وخت له مخې سهار 11 بجې شوې چې له امله يې 3 تنه مړه او 7 ژوبل شوي كوم چې د خوست سركاري روغتون ته منتقل كړي۔ده ووئيل چې امنيتي اهلكارو سيمه په ولقه كښې اخستلې او د اړوند حقائق تعين كولو لپاره يې نورې پلټنې پېل كړي