د امريكې دوره ډېره مثبت وه٬ د پاكستان دريځ مو ډېر په موثر ډول وړاندے كړے٬ د كشمير په معامله مو د پاكستان دريځ په بشپړه توګه په ډاګه كړے٬ د امريكې اولس مشر سره د ماسخوتن د مېلمستيا په دستوره كښې غېر رسمي ملاقات شوے٬ِ په پاكستان كښې د جمهوريت مضبوطيا نړۍ تسليم كړې٬ په افغانستان كښې د جنګ د لارې امن ممكن نه دے٬ افغان اولس ته به په خپله د مسئلې حل رايستل وي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي مېډيا سره خبرې

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د امريكې دوره ډېره مثبت وه٬ د پاكستان دريځ مو ډېر په موثر ډول وړاندے كړے٬ د كشمير په معامله مو د پاكستان دريځ په بشپړه توګه په ډاګه كړے٬ د امريكې اولس مشر سره د ماسخوتن د مېلمستيا په دستوره كښې غېر رسمي ملاقات شوے٬ِ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره مو ملاقاتونه شوي دي٬ په …

نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د امريكې دوره ډېره مثبت وه٬ د پاكستان دريځ مو ډېر په موثر ډول وړاندے كړے٬ د كشمير په معامله مو د پاكستان دريځ په بشپړه توګه په ډاګه كړے٬ د امريكې اولس مشر سره د ماسخوتن د مېلمستيا په دستوره كښې غېر رسمي ملاقات شوے٬ِ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره مو ملاقاتونه شوي دي٬ په پاكستان كښې د جمهوريت مضبوطيا نړۍ تسليم كړې٬ په افغانستان كښې د جنګ د لارې امن ممكن نه دے٬ افغان اولس ته به په خپله د مسئلې حل رايستل وي۔ وزيراعظم دا خبرې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 72مې غونډې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع خارجه وزير خواجه آصف او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودھي هم موجود وه۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې په هر ځائ مو د پاكستان دريځ په موثر ډول وړاندے كړے او د منطقې د صورتحال په اړه مو درست دريځ وړاندے كړے۔ ده ووئيل چې د كشمير په معامله مو هم خپل دريځ په بشپړه توګه وړاندے كړے۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته مو په كشميريانو د ظلمونو كېدو ډوزيئر وړاندے كړے۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره ملاقات شوے او عمومي اسمبلۍ ته په وېنا كښې مو د كشمير مسئله په بشپړه توګه وړاندے كړے۔ ده ووئيل چې د امريكې اولس مشر سره د ماسخوتن د مېلمستيا په مهال غېر رسمي ملاقات شوے٬ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو سره ملاقات شوے٬ ده ووئيل چې د امريكې اولس مشر سره په ښه انداز كښې ليدنه شوې۔ ده ووئيل چې د اولس مشر ټرمپ د وېنا اوږدېدو له امله افغان اولس مشر سره ملاقات ونه كړے شو۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ په افغانستان كښې امن غواړو٬ په افغانستان كښې د جنګ د لارې امن ممكن نه دے٬ افغان اولس ته په ګډه په خپله د مسئلې حل رايستل وي۔ وزيراعظم ووئيل چې د افغانستان په اړه د امن د هر ډول هڅې په ملاتړ كوو۔ ده ووئيل چې د امريكې انتظاميې سره په بېلا بېلو كچو خبرې شوې دي۔ مونږ د خپل نظر په وړاندے كولو كښې بريالي شوي يو۔ ده ووئيل چې پاكستان د ترهګرې په ضد ډېرې لوئې قربانې وركړې دي٬ نن د ترهګرې په ضد جنګ يوازې پاكستان كوي۔ د ترهګرې په ضد د قربانيو اولس اعتراف كړے۔ وزيراعظم ووئيل چې په پاكستان كښې د جمهوريت مضبوطيا نړۍ تسليم كړې۔