پېښور 12 اګست (اے پي پي) پراونشل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی په خېبر پښتونخوا كشې د اتوار ماښام نه تر شورو ورځ د بارانونو پیشګوئی تر نظر ساتلو سره ټولي ضلعی انتظامیي ته د چمتو پاتي كيدو لپاره مراسله جاری کړې ده ٬ پی ډی ایم اے د اړخه جاري شوې مراسله كشې د بارانونو او سيلۍ ترمخه ضلعی انتظامیي ته وړاندې څخه د اقداماتو كولو سپارښتنه شوي ٬ مراسلے له مخې بالائی ضلعو كښې د لینډ سلائیډنګ اندېښنه ده دغسې سوات،کوهستان،بونیر،اورکزئی،چترال،مانسهره،شانګله، دیر،ابیټ آباد،خېبر،تور غر كښې د بارانونو له امله د فلیش فلډنګ خطر دې ٬ د بارانونو له امله پېښور ،چارسده، نوشهره، مردان ،ډی آئی خان، ایبټ آباد او ځيني سيمو كښې د اربن فلډنګ هم امكان شته ٬ ضلعی انتظامیي ته د لويي كوچنۍ مشینرۍ شته والي باوري كولو او باراني نالو د نګرانۍ سپارښتنه شوي ٬ مراسله كښې وئيلي شوي چې د طوفان په صورت كښې دې اولس د برېښنا تارونو ، زړو ودانو او تعمیرات، سائن بورډز او بل بورډز څخه لري پاتي شي۔ پی ډی ایم اے ایمرجنسی اپریشن سنټر بشپړه فعاله دې او اولس د كومي هم ناوړه پېښي اطلاع په 1700 وركولې شي۔