لبرټي چوك كښې د لوړ قامي بېرغ لګولو منصوبه بندي٬ د حكومت به يوه پېسه نه خرڅ كېږي۔ محسن نقوي

لاهور 11 اګست (اے پي پي) د پنجاب لنډمهاله وزيراعلي محسن نقوي وئيلي دي چې لبرټي چوك كښې د لوړ قامي بېرغ لګولو منصوبه بندي كوٶ٬ د قامي بېرغ په تنصيب به د حكومت يوه پېسه نه خرڅ كېږي۔ خپل يو بيان كښې محسن نقوي ووئيل د زيات لوړ بېرغ لګولو د منصوبه بندۍ فنډنګ نجي څانګه كوي٬ د فنډز انتظام كېدو سره د اګست په څلوارلسمه نيټه د قامي بېرغ نصب كولو د منصوبې د بنياد تېګه كېښودې شو