اے اېن پي د کوهاټ پخواني صدر سعيد شاه بخاري اېډوکېټ په مړينه خواشيني وښودله

پېښور 11 اګست (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ (اے اېن پي) صدر اوعمومي سېكتر اے اېن پي د کوهاټ پخواني صدر سعيد شاه بخاري اېډوکېټ په مړينه خواشيني ښودلې ده٬ پخوانې صدر سعيد شاه بخاري د اے اېن پي د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې خوشيد بېګم خاوند ٶ۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې دوي دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د يادونې وړ ده چې ارواښاد په ټرافيكي پېښه كښې په حق رسېدلے ٶ