پېښور ٬ د شهيد پوليس اهلكار سرور شاه د جنازې لمونځ په پوليس لائنز كښې ادا كړے شو

پېښور۔ 10 اګست (اے پی پی) د بهانه ماړي پېښور تھاڼې په حدودو كښې د سنېچنګ وارداتو اطلاع ترلاسه كېدو څخه وروستو د زړه ورتيا او مړانې څرګندونه كولو سره د تعاقب په مهال د شهيد شوي پولیس کانسټېبل سرور شاہ د جنازې لمونځ په ملك سعد شهيد پوليس لائن پېښور كښې سركاري درناوي سره ادا كړے شو۔ د جنازې لمونځ كښې نګران وزيراعلی اعظم خان ،ډی آئی جی ظفر صاحب ، اېس اېس پی آپرېشن هارون رشید خان، چیف ټرېفک آفیسر قمر حیات خان، اېس اېس پی انوسټی ګېشن نثار احمد، ایس پی سټی عبدالسلام خالد، اېس پی هېډکوارټر رحیم حسین او د اېس پی سېکېورټی عتیق شاہ خان په شمول د شهيد خپلوانو او يو شمېر پوليس چاروكو او اهلكارو ګډون وكړو۔ نګران وزيراعلی اعظم خان او پوليس چارواكو د شهيد په تابوت د ګلونو څادر خپور كړو او ده لپاره يۍ د لوړو درجو دعا وكړه۔ د پوليس يوې چټك ډلې شهيد ته سلامي وړاندې كړه۔ نګران وزيراعلی او پوليس چاروكو د شهيد خپلوانو سره غمرازي كولو سره په پېشه ورانه خذماتو ترسره كولو شهيد سرور شاه ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې