د مېرمنو په كاروباري فعاليتونو كښې برخه اخستل د ډاډ وړ دي٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر

پېښور۔ 02 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د مېرمنو په كاروباري فعاليتونو كښې برخه اخستل د ډاډ وړ دي٬ ووېمن چېمبر د مېرمنو كاروباري فعاليتونو پلو راغب كولو او دوئي لپاره د آسانيو برابرولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬ مېرمنې دې د اسلامي شعائرو له مخې عصري ټېكنالوجي كارولو سره د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ …

پېښور۔ 02 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د مېرمنو په كاروباري فعاليتونو كښې برخه اخستل د ډاډ وړ دي٬ ووېمن چېمبر د مېرمنو كاروباري فعاليتونو پلو راغب كولو او دوئي لپاره د آسانيو برابرولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬ مېرمنې دې د اسلامي شعائرو له مخې عصري ټېكنالوجي كارولو سره د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې د وویمن چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری پیښور ډويژن تر سېوري لاندې ووېمن اېکسی لېنس ایوارډ دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې نګران صوبائي وزير فضل الهي ٬ د ووېمن چېمبر صدر عذرا جمشېد ٬ د يو اېن اېچ سي آر خېبر پښتونخوا مشر غېرت خان او د لېډي پوليس آفيسرز په شمول د بزنس كميونټي نمائندګانو ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د ووېمن چیمبر، پاک مشن سوسائټی او پشاورګلیریا ترمينځه د تفاهم يادښت هم لاس ليك كړے شو۔ په دستوره كښې مېرمنو ته بېلو څانګو كښې د ځانګړې خذماتو په ترسره كولو ايوارډ وركړې شول۔ ګورنر د وویمن چیمبر لخوا د اېكسي لېنس ايوارډ اقدام وستائلو۔ ده ووئيل دې سره به كاروبار سره د تړون لرونكو مېرمنو ډاډګيرنه وكړې شي او تجارتي هځلې به وده ومومي۔

مزید خبریں