پېښور۔ 02 اګست (اے پی پی) د پاكستان پیپلز ګوند خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سېكتر امجد خان آفریدی وئيلي دي چې هېواد د نورو تېروتنو متحمل كېدې نه شي ، په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ پرله پسې پېښې د اندېښنې وړ دي۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د باجوړ چاؤدنې څخه وروستو ټول ګوندونه او سټېك هولډرز بايد په يو پلېټ فارم جمع شي ٬ سياسي اختلافات يو خوا ته كولو سره به د هېواد سلامتيا لپاره يو موټې كېدل وي۔ ده ووئيل شهيدانو د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د قام سباؤن محفوظ جوړ كړے دے۔ پيپلز ګوند د هېواد د سلامتيا او پرمختګ ضامن دے۔ ده ووئيل د هېواد په سلامتيا او استحكام كښې د پيپلز ګوند مهم كردار پاتے شوے دے۔