لنډمهاله وزيراعلي محمد اعظم خان د تېمرګره روغتون دوره٬ د باجوړ په چاٶدنه كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنه

پېښور 31 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا لنډمهاله وزيراعلي محمداعظم خان د كوز دير ضلع دوره كولو سره په تېمرګره ټيچنګ روغتون كښې د باجوړ بمي چاٶدنې د ژوبل شويو تپوس پوښتنه كړې٬ په دې موقع اعلٰې وزير ژوبل شويو ته د وركولې كېدونكې درملنې جاج واخست۔ محمد اعظم خان په دې موقع د روغتون انتظاميې ته ژوبل شويو ته د درملنې د غوره آسانيو وركولو امر هم وكړو٬ د صوبائي لنډمهاله كابينې غړي مطيع الله مروت، حامد شاه، چيف سېكتر چوهدري نديم اسلم او آئي جي پي هم وزيراعليٰ سره وو۔