پېښور 31 جولائي (اے پي پي) تېره ورځ د باجوړ ضلعې په خار سيمه كښې په ځانمرګي بريد كښې د حق رسېدليو شمېره 54 ته رسېدلے ده۔ د صحت ضلعي چارواكو له مخې په چاٶدنه كښې ژوبل شوې درې نور كسان مړه شوي٬ د يادونې وړ ده چې په چاٶدنه كښې ژوبل شوې كسان د صوبې په بېلا بېلو روغتونو كښې بستر دي٬ د سركاري دستاوېز له مخې د باجوړ په چاٶدنه كښې د شهيدانو شمېره 54 ته رسېدلے ده چې پكښې د 49 كسانو پېژندګلو ممكن شوې٬ په ژوبل شويو كښې د 15 كسانو حالت اندېښمن دے۔