د بلوچستان ګورنر د خېبر پښتونخوا ګورنر سره ټیلیفوني تماس

کوئټه 31 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولی خان کاکړ د خېبر پښتونخوا خپل همڅنګ حاجی غلام علی سره ټیلی فوني تماس نيولو سره د باجوړ په چاؤدنه كښې په شوي زيان د غم دړد څرګندونه كړي۔د بلوچستان ګورنر چاؤدنه كښې حق رسيدليو سیاسی کارمندانو بخښني او د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره دعا اوكړه۔ده ووئيل د بلوچستان اولس ستاسو په غم كښې برابر شريك دي۔ګورنر ووئيل تيره ورځ په باجوړ كښې د جمعیت علمائے اسلام په کنونشن كښې د بے ګناه وګړو په شهادت او ژوبل كيدو مونږ ټول دړديدلي يو