باجوړ 31 جولائي (اے پي پي) ضلع باجوړ كښې د اتوار په ورځ شوي چاؤدني په نتيجه كښې د مړو شميره 46 ته رسيدلې ده، پولیس د پېښي په ضد ایف آئی آر درج کړې دې۔د خار ډسټرکټ هيډکوارټر روغتون ډپټي میډیکل سپرټنډنټ ډاکټر نصیب ګل د ګل په ورځ اے پی پی ته ووئيل د اتوار په ورځ د جمعیت علماء اسلام ( ف ) په جلسه كښې شوي چاؤدني په نتيجه كښې د مړو شميره 46 ته رسيدلې۔ده ووئيل ګڼ شمير كسان په روغتون كښې په جق رسيدلې، پېښي نه پس په مجموعي توګه 90 كسان روعتون ته راوړلې شوې ؤ او تر اوسه 36 كسانو مړي خپلو وارثانو ته سپارلې شوي۔ده ووئيل د ګل په ورځ په حق رسيدليو كسانو كښې 5 ماشومان هم شامل دي۔ده ووئيل په دې پېښه كښې 100 څخه زيات كسان ژوبل شوې ؤ كومو كښې چې 30 كسان پېښور او نور روغتونونو ته رسولې شوي۔بلخوا کاونټر ټیرازم ډیپارټمنټ د ګل په ورځ په پېښه كښې د ككړ نامعلومه كسانو په ضد مقدمه درج کړې ده۔په درج كړې شوي مقدمه كښې د تهه ګرۍ او نور دفعات شامل کړې شوي۔بل پلو ځائې پولیس له مخې د اتوار په ورځ شوي چاؤدنه كښې 12 کلوګرام توكي استعمال کړې شوي