باجوړ30 جولائي (اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (ف) په ورکرز کنونشن كښې چاٶدنه د 40 نه زيات كسان مړه٬ د 150 نه زيات ژوبل شويدي۔ د رېسكيو 1122 چارواكو له مخې چاٶدنه د خار په دوبئۍ موړ سيمه كښې د جمعيت علماء اسلام (ف) په ورکرز کنونشن كښې شوې۔ د جمعيت علماء اسلام (ف) خېبر پښتونخوا وياند ميډيا ته ووئيل چې چاٶدنه د مولانا لائق شاه د وېنا په مهال شوې۔ انتظاميې د باجوړ په روغتونونو كښې اېمرجنسي نافذ كړې ده۔ د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن كاركنانو ته د سوله ايز پاتې كېدو امر كړے دے۔ مولانا فضل الرحمن کارکنانو ته اپېل كړے دے چې ھغوي دې د وينې عطياتو لپاره روغتون ته ځانونه ورسوي