پېښور 27 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د پیښور په ګورنر هاؤس كښې د بره دير ضلعې 6 كسيزه پلاوي ملاقات كړې۔ د پلاوي مشري مفتي احسان كوله۔ په پلاوي كښې د يو سي سي چيئرمېن اشفاق خان٬ مولانا لطيف الرحمان٬ ګوهر رحمان٬ فرمان الله او ګوهر شاه شامل وو۔ په ملاقات كښې د بره دير سره د تړلې مسئلو په اړه خبرې اترې وكړی شوې٬ د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سيمې ته د رامخې ته شويو مسئلو د حل كولو باور وركړو۔