يمن ٬ د سړك په غاړه بمي چاؤدنه ٬ 2 پوځي اهلكار مړه ٬ 5 ژوبل

صنعا۔27 دسمبر(اے پی پی) د يمن په ابين ولايت كښې د سړك په غاړه د بم چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 2 يمني پوځي اهلكار مړه شوي دي۔ د چينائي خبر رسنې ادارې د ځائي پوځي عهدېدار حوالې سره وئيلي چې دا پېښه تېره ورځ د ابين ولايت په المحفد ضلع كښې هغه وخت رامخې ته شوه كله چې پوځ په ضلع كښې عمليات كول۔ په پېښه كښې 2 پوځي اهلكار مړه او 5 ژوبل شوي او يو ګاډي ته زيان هم رسېدلے دے۔