د ملګرو ملتونو ووېمن اېګزېكټيو ډائرېكټر د افغان مېرمنو د اعلې تعليم بحالولو غوښتنه وكړه

ملګري ملتونه 22 دسمبر (اے پي پي ) د ملكرو ملتونو ووېمن اېګزېكټيو ډائرېكټر سيما باهوس د افغانانو مېرمنو د اعلې تعليم بحالولو غوښتنه كړې ده ٬ د چين خبر رسنې ادارې تر مخه د افغان حكومت څخه غوښتنه شوې چې هغوي زر تر زره د انجونو او مېرمنو حقونه بحال كړي ٬ جې پكښې تعليم تر لاسه كولو سره سره د سماجي هلو ځلو او د كار كولو موقعې هم شاملې دي٬ هغې وئېلې دي مېرمنو عمر له د افغانستان په پرمختګ تشكيلولو او د امن او سلامتيا په رامخې ته كولو كښې كليدي كردار تر سره كړے ٬ هغې زياته كړه چې د مېرمنو په اعلې تعليم بندېز د هغوي د تاريخي شراكت نظر انداز كولو او هغوي د خپل سباون د صلاحيتونو نه جلا كول دي٬ هغې ووئېل د تعليم نه بغېر به افغان مېرمنې هغه صلاحيت ونه لري په كومو چې هغوي د خپل هېواد په ترقۍ كښې برخه اچولې شي ٬ هغې ووئېل د تعليم نه بغېر به د هغوي شركت او د قيادت لارې لا محدود شي او دغسې بيا به د صنفي امتياز او د تشدد ښكار شي ۔