ملګري ملتونه 29 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو مينځني آسيا د امن٬اعتماد او د مرستې منطقه ګرځولې او په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د قرارداد منظوري وركړې۔دغسې پاكستان دا يو په وخت اقدام ګرځولے۔د ملګرو ملتونو 193 كسيزې عمومي اسمبلۍ د دې خبرې سفارش كړے چې د منطقې ټول رياستونه او د نور ټول هېوادونه دې مينځنۍ آسيا كښې امن برقرار ساتلو لپاره مرسته وكړي …
ملګرو ملتونو مينځني آسيا د امن٬اعتماد او د مرستې منطقه وګرځوله۔عمومي اسمبلۍ د قرارداد منظوري وركړه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 29 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو مينځني آسيا د امن٬اعتماد او د مرستې منطقه ګرځولې او په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د قرارداد منظوري وركړې۔دغسې پاكستان دا يو په وخت اقدام ګرځولے۔د ملګرو ملتونو 193 كسيزې عمومي اسمبلۍ د دې خبرې سفارش كړے چې د منطقې ټول رياستونه او د نور ټول هېوادونه دې مينځنۍ آسيا كښې امن برقرار ساتلو لپاره مرسته وكړي او د ملګرو ملتونو په چارټر په سختۍ عمل كولو سره دې د منطقې ټول رياستونه قامي يووالي٬خپلواكي٬سياسي آزادۍ او د سيمه ايز سالميت احترام وكړي۔د تركمانستان سفير اخو سلطان عطائيوا د كرغزستان٬تاجكستان او ازبكستان لخوا قرارداد معارفې كولو كښې وئېلي دي اوس وخت راغلے چې دا اصول او اقدار په واضحه توګه بيان كړے شي كوم چې د مينځني آسيا هېوادونو جائز ګټې په بنياد امن او سلامتيا٬په دې منطقه كښې تل پاتې پرمختګ٬مرستې او كلتوري اړيكو ودې له به مرسته كوي۔پاكستاني استازي ووئيل نړۍ په تېرو څو لسيزو كښې د يو اړخيزه طاقت او بهرني مداخلت بيا بيا مشاهده كړې۔د پاكستان استازي منير اكرم ووئيل په دې سخت نړيوال ماحول كښې د شخړو پرامن حل٬نړيوالې مرستې ته په فعاله توګه وده وركول او د پرمختګ او موسمياتي بدلون په نړيوالو چېلنجونو قابو موندلو لپاره د ملګرو ملتونو د چارټر اصولو احترام بحالول ضروري دي٬ ده ووئېل په منطقه كښې د تل پاتې امن لپاره په افغانستان كښې امن او سلامتيا باوري كول ضروري دي او افغان حكومت سره د دې ټولو شپږو نزدې ګاونډيانو هېوادنو لخوا مسلسل روابط پكار ده










