د كابل ګوردواره كښې يوه بله بمي چاؤدنه ، د ” را” سكھ دښمني په ډاګه شوه

كابل 27 جولائي (اے پي پي) افغانستان څخه ترلاسه اطلاعات كښې وئيلي شوي ترهه ګرو كابل كښې د سكھانو مذهبي ځائې ګوردواره يو ځل بيا په نخښه كړې۔د كشمير ميډيا سروس له مخې چاؤدنې په مبينه ډول په كابل كښې د ''كارتے پروان'' ګردوارې په مركزي دروازه شوي ۔ دا چاؤدنه د دولت اسلاميه خراسان د اړخه شوې كوم چې د '' را'' سره ژور تعلق لري ، په دې …

كابل 27 جولائي (اے پي پي) افغانستان څخه ترلاسه اطلاعات كښې وئيلي شوي ترهه ګرو كابل كښې د سكھانو مذهبي ځائې ګوردواره يو ځل بيا په نخښه كړې۔د كشمير ميډيا سروس له مخې چاؤدنې په مبينه ډول په كابل كښې د ”كارتے پروان” ګردوارې په مركزي دروازه شوي ۔ دا چاؤدنه د دولت اسلاميه خراسان د اړخه شوې كوم چې د ” را” سره ژور تعلق لري ، په دې ګروواره يوه مياشت وړاندې هم بريد شوے ؤ۔په تير بريد كښې ګڼ شمير سكھان او زدكوونكي وژلې شوې وؤ۔افغانستان كښې د ترهه ګرو د اړخه سكھ اقليت يو ځل بيا په نخښه كولو سره تجزيه كار په دې سوچ مجبور شوي چې د ترهه ګرو كارروائيو په شا د هند خفيه ايجنسۍ را لاس دے جې له امله ئې اروپائي هېوادونو كښې خالصتان لپاره اوسنيو كښې ريفرنډم شوے۔تجزيه كار خيال لري چې د هند په كنټرول كښې په ځينې رياستونو كښې جلا هېواد لپاره ريفرنډم كښې د سكھ ورورولۍ ګډون د مودي حكومت په سوچ مجبور كړے۔د هند په خاوره د سكھ رياست جوړولو مخنيوي لپاره د مودي حكومت د” را ” په نګرانۍ كښې خپل ترهه ګر سيلوںه لا فعاله كړې دغسې چې د ټولې نړۍ سكھان په نخښه كولو سره هغوې كښې د عدم تحفظ احساس پيدا كړے شي

مزید خبریں