د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د پخواني سنېټر سيد طاهر حسين مشهدي په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پخواني سنېټر کرنل ريټائرډ سيد طاهر حسين مشهدي په مړينه د افسوس څرګندونه كړې ده۔د سېنېټ چيئرمېن د غمرازۍ په خپل پيغام كښې د ارواښاد سنېټر كورنۍ سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل د غم په دې وخت كښې د ارواښاد سنېټر كورنۍ سره په غم كښې برابر شريك يو۔ ارواښاد طاهر حسين مشهدي يو زيرك سياستمدار ؤ،د هغه سياسي او سماجي خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ده ووئيل د ارواښاد په هېواد كښې د جمهوريت ودې او سېنېټ كښې د قانون سازۍ په اړه خذمات د ستائنې وړ دي۔ د سېنېټ چيئرمېن دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنغ له د زغم توفيق وركړي۔