پېښور 14 جون (اے پي پي)د افغانستان لنډ مهاله قونصلر جنرل حافظ محب الله وئېلي دي فرقه واريت يو ناسور دے كوم چې اسلامي امت د دننه څخه كمزورې كوي٬په نړۍ كښې په خاص توګه په پاكستان او افغانستان كښې د فرقه واريت خاتمې او امن اتحاد لپاره به ضروري وسائل كارولې شي۔ده دا خبرې تېره ورځ د شيعه سني علماﺀ مشرانو يو پلاوي ته په خپله وېنا كښې وكړې …
د فرقه واريت خاتمې او امن اتحاد لپاره به ضروري وسائل كارولې شي۔د افغانستان لنډ مهاله قونصلر جنرل

مزید خبریں
پېښور 14 جون (اے پي پي)د افغانستان لنډ مهاله قونصلر جنرل حافظ محب الله وئېلي دي فرقه واريت يو ناسور دے كوم چې اسلامي امت د دننه څخه كمزورې كوي٬په نړۍ كښې په خاص توګه په پاكستان او افغانستان كښې د فرقه واريت خاتمې او امن اتحاد لپاره به ضروري وسائل كارولې شي۔ده دا خبرې تېره ورځ د شيعه سني علماﺀ مشرانو يو پلاوي ته په خپله وېنا كښې وكړې كوم چې د اماميه كونسل صدر اظهر علي شاه په مشرۍ كښې ده سره ملاقات كولو۔حافظ محب الله ووئيل مسلمانان دې خپل فروعي اختلافات ختمولو سره متحد شي او مخ په وړاندې دې لاړ شي ګنې د نړيوال استعمار د سازشونو ښكار كېدو سره به د بربادۍ پلو لاړ شي۔ده ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمينځه به د علماﺀ او مشرانو د پلاوي تبادله كېږي٬د پاكستان او افغانستان د مشرانو لخوا به په فرقه واريت د كنفرنس كولو هڅه كولې شي











