پیښور ۔ 06 اکتوبر (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګونر فیصل کریم کنډي وئېلي دي لانګ مارچ د اټک نه وړاندې نشي تللے، په دوي كښې دومره صلاحیت نشته ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده میډیا سره خبرو كښې وكړه ۔ګورنر ووئېل چې كله په نړۍ كښې د پاکستان سافټ امیج رامخې ته كېږي دوي د هېواد سره غليمي راخلي۔ ګورنر ووئېل د دوي پخواني وزیراعلیٰ ووئېل زه هم قلنګ وركوم، …
د پي ټي آئي سره خلق نشته ، لانګ مارچ د اټک نه وړاندې نشي تللے، د خېبر پښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
پیښور ۔ 06 اکتوبر (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګونر فیصل کریم کنډي وئېلي دي لانګ مارچ د اټک نه وړاندې نشي تللے، په دوي كښې دومره صلاحیت نشته ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده میډیا سره خبرو كښې وكړه ۔ګورنر ووئېل چې كله په نړۍ كښې د پاکستان سافټ امیج رامخې ته كېږي دوي د هېواد سره غليمي راخلي۔ ګورنر ووئېل د دوي پخواني وزیراعلیٰ ووئېل زه هم قلنګ وركوم، وزیراعلیٰ په صوبه قابو نه لري ۔ ګورنر واضحه كړه د ګوند لانګ مارچ ته به د اټک څخه د وړاندې تللو بيخي اجازه ورنه كړې شي ۔ګورنر په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې صوبه دا وخت د ترهه ګرۍ د عذاب نه تېرېږي ، خو د دې باوجود دا خلق د ترهه ګرې مقابله كولو په ځائے په اسلام آباد ورختلو له چمتوالي نيولو كښې بوخت دي ۔د وفاقي داخله وزير محسن نقوي سره د خپل اوسني ملاقات په اړه ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل دواړو لارښودو تر مينځه د امنيت په صورتحال او د پي ټي آئي سره د خبرو او لانګ مارچ په اړه اکثر خبرې كېږي ۔ده د امنيت په اړه تحفظات لرلو سره پوښتنه وكړه كه د لانګ مارچ په مهال كومه ناوړه پیښه رامخې ته كېږي په خاص توګه جنوب څخه كوم سړے اسلام آباد ته د سازش لپاره داخلېدل غواړي ، نو د پي ټي آئي سره د دغې د مخ نيوي څه نظام موجود دے ؟ ګورنر د کے پي په حکومت د ترهه ګرۍ په پیښو د اسرار لرونكې خاموشی اختیارولو تور لګولو سره ووئېل كله هم چې وفاق دوي څخه د عسکریت پسندۍ خلاف مرسته غواړي نو د دوي ځواب وي پوځ د صوبې نه اوباسۍ او د افغانستان سره خبرې وكړې











