اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د آزاد جمو و کشمير کونسل نوو ټاملے شوو غړو له مباركي وركولو سره دا هيله څرګنده كړه چې نوې ټاملي غړي به د آزاد جمو و کشمير د عظيمې منطقې رغونه و ترقۍ عمل كښې بشپړ كردار لوبوي او د آزاد جمو و کشمير پرمختګ او سوكالۍ لپاره به وفاقي حكومت ټول وسائل وركوي، په آزاد کشمير …
د آزاد جمو و کشمير پرمختګ او سوكالۍ لپاره به وفاقي حكومت ټول وسائل وركوي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د آزاد جمو و کشمير کونسل نوو غړو د سوګند پورته كولو دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د آزاد جمو و کشمير کونسل نوو ټاملے شوو غړو له مباركي وركولو سره دا هيله څرګنده كړه چې نوې ټاملي غړي به د آزاد جمو و کشمير د عظيمې منطقې رغونه و ترقۍ عمل كښې بشپړ كردار لوبوي او د آزاد جمو و کشمير پرمختګ او سوكالۍ لپاره به وفاقي حكومت ټول وسائل وركوي، په آزاد کشمير كښې احتجاج كوٶنكي ډېر په سنجيدګۍ سره د پوهولو هڅه شوې٬ د رامخې ته شوې صورتحال په تناظر كښې په خارجي اشارو د پاکستان او کشمير کاز په ضد د فعاله عناصرو په ضد كارروائي ضروري وه۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ آزاد جمو و کشمير کونسل نوو ټاكلے شوو غړو د سوګند پورته كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د آزاد جمو و کشمير کونسل څلور نوو غړو غړو چوهدري لطيف اکبر، مشتاق منهاس، چوهدري سعيد او چوهدري منظور د خپلو چوكو سوګند پورته كړو۔ د آزاد جمو و کشمير کونسل چيئرمېن و وزيراعظم پاکستان محمد شهبازشريف د کونسل د نوو غړو غړو څخه سوګند واخست۔ په دې موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووېيل دا كونسل د آزاد کشمير او پاکستان ترمېنځه د پل كردار لوبوي او د كونسل دې مشرانو ته د دې پل د لا مضبوطولو اعزاز ترلاسه دے۔ ده ووئيل چد آزاد کشمير ترقۍ او خوشحالۍ لپاره به په ګډه شپه او ورځ كار كوٶ دغسې چې په انتخابات كښې د اولس لخوا راكړے مېنډيټ عملي كړے شي او په منطقه كښې د ترقۍ و خوشحالۍ دور راشي۔ وزيراعظم د آزاد جمو و کشمير صدر او په وزيراعظم زور راوړو چې ھغوي د دې عظيمې منطقې پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپل آئيني كردار په بشپړه توګه استعمال كړي او د اولس مسئلې په مشاورت او شريكې مرسته حل كړي۔ وزيراعظم په آزاد کشمير كښې په دې وروستيو كښې د په ځېنې افسوس وړ پېښو د افسوس څرګندونې كولو سره ووئيل احتجاجي عناصر ډېر په سنجيدګۍ سره د پوهولو هڅه شوې۔ ده ووئيل په مظفرآباد كښې په ټول ګوندېز كنفرنس كښې په ټولو چارو تفصيلي خبرې شوې، په دې خبره هم مشاورت شوے چې د انتخاباتو نه وروستو به منتخب اسمبلي د قانون سازۍ احترام كولې شي خو د بده مرغه دا نېكه مشوره قبوله نه كړې شوه۔ وزيراعظم ووئيل د رامخې ته شوې صورتحال په تناظر كښې په خارجي اشارو د پاکستان او کشمير کاز په ضد د فعاله عناصرو په ضد كارروائي ضروري وه ۔ ده ووئيل تېر كال په معرکه حق كښې پاك پوځ د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مېړني قيادت كښې دښمن ته داسې ماتې وركړې شوه چې ټول عمر به ئې ياد ساتي۔ وزيراعظم په دې لړ كښې يو ځل بيا پاك پوځ او چيف آف ډيفنس فورسز له مباركي وركړه۔ ده د آزاد جمو و کشمير کونسل غړو له يو ځل بيا مباركي وركولو سره باور وركړٶ چې په ګډه به د آزاد کشمير خوشحالي او ترقي باوري كولې شي او د قائد ميا محمد نواز شريف په مشرۍ كښې به داسې اقدامات كولې شي كوم چې به د آزاد کشمير اولس په راتلونكي وخت كښې تل ياد ساتي۔ وزيراعظم ووئيل ان شاء الله په آزاد کشمير كښې به د ترقۍ او خوشحالي انقلاب راځي۔ دستوره كښې د آزاد کشمير صدر محمد نجيب نقي، وزيراعظم افتخار ګېلاني، سپيکر آزاد او د كابينې غړو ګډون كولو











