د خېبرپښتونخوا په زياتره سيمو كښې جاكړ تباهي كړې٬په پېښور كښې د كورونو چتونه او د برېښنا ستنې راپريوتې دي٬ګڼ شمېر كسان تر ملبې لاندې شوي

پېښور 09 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا په زياتره سيمو كښې جاكړ تباهي كړې٬په پېښور كښې د كورونو چتونه او د برېښنا ستنې راپريوتې دي٬ګڼ شمېر كسان تر ملبې لاندې راغلي۔د رېسكيو ادارو ژوبل شوي كسان روغتونونو ته رسولي۔د خبر له مخې د پېښور پشمول د خېبرپښتونخوا په بېلا بېلو سيمو كښې 75 كلوميټر د يو ساعت په رفتار سره سيلۍ او جاكړ راغلے چې په ډېرو سيمو كښې يې لويې زيان كړے ۔د پېښور نه علاوه په نوښار٬مردان٬صوابۍ او سوئېلي ضلعو كښې د نري باران امكان دے۔په پېښور كښې د جاكړ له امله په بېلا بېلو ځايونو كښې د چتونو او ديوالونو راپريوتو پېښې رامينځ ته شوي چې پكښې يو كس مړ او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي