د بزم باهو(بلوچستان) عمومي سېكتر د هند عهدېدارو لخوا د رسول اكرم (ص) په شان كښې د ګستاخۍ سخته غندنه وكړه

کوئټه۔9جون(اے پی پی) د بزم باهو (بلوچستان)عمومي سېكتر صاحبزاده سلطان محمد مشتاق سالم د هند اعلی عهدېدارو لخوا د رسول اكرم (ص) په شان كښې د ګستاخۍ سخته غندنه كولو سره وئيلي دي د رسالت مآب حضرت محمد مصطفی (ص) په شان كښې ګستاخي اسلامي نړۍ كله هم زغملې نه شي۔ هندي حكومتي عهدېدارې مېرمنې چې كومه ګستاخي كړې د دې دلاسه په اسلامي نړۍ كښې يو غم او غصه …

کوئټه۔9جون(اے پی پی) د بزم باهو (بلوچستان)عمومي سېكتر صاحبزاده سلطان محمد مشتاق سالم د هند اعلی عهدېدارو لخوا د رسول اكرم (ص) په شان كښې د ګستاخۍ سخته غندنه كولو سره وئيلي دي د رسالت مآب حضرت محمد مصطفی (ص) په شان كښې ګستاخي اسلامي نړۍ كله هم زغملې نه شي۔ هندي حكومتي عهدېدارې مېرمنې چې كومه ګستاخي كړې د دې دلاسه په اسلامي نړۍ كښې يو غم او غصه رامخې ته شوې٬ دوئي بايد په دې خپل ناوړه عمل معافي وغواړي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې په هند كښی د بشري حقونو د خلاف ورزيو سخت نوټس واخلي۔ ده نړيوالې ورورولۍ او اسلامي هېوادونو ته خواست وكړو چې هغوي د احتجاج په توګه د هند مكمل بائيكاټ وكړي۔ ده ووئيل د كله نه چې د مودي حكومت راغلے دے د مسلمانانو په ضد كركه زياته شوې۔ ده ووئيل د جنونی انتها خوښو د لاسه د مسلمانانو سره سره د نورو مذهبونو وګړي هم محفوظ نه دي پاتي

مزید خبریں