زما ملاتړ د خېبرپښتونخوا نر اولس دے كوم چې كلك زما او زما د مشر عمران خان سره ولاړ دے۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان

پیښور 04 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان وئېلي دي زما ملاتړ د خېبرپښتونخوا نر اولس دے كوم چې كلك زما او زما د مشر عمران خان سره ولاړ دے٬ د خېبرپښتونخوا اولس به د حق لپاره پورا هلې ځلې كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د بره دير ضلعې په واړۍ تحصيل كښې د پاكستان تحريك انصاف د سيوري لاندې يوې اولسي اجتماع …

پیښور 04 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان وئېلي دي زما ملاتړ د خېبرپښتونخوا نر اولس دے كوم چې كلك زما او زما د مشر عمران خان سره ولاړ دے٬ د خېبرپښتونخوا اولس به د حق لپاره پورا هلې ځلې كوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د بره دير ضلعې په واړۍ تحصيل كښې د پاكستان تحريك انصاف د سيوري لاندې يوې اولسي اجتماع ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت اولسي حكومت دے او تل د اولس د خېرښېګړې سوچ كوي او هم دغه وجه ده چې صوبائي حكومت د صحت كارډ پروګرام له باقاعده د قانون سازۍ د لارې مستقل حېثيت وركړے كوم چې په سباؤن كښې كوم هم حكومت نشي ختمولے ۔ده ووئيل صوبائي حكومت د پیټروليم مصنوعات په بيعو كښې د زياتوالي ترمخه د سركاري محكمو په پي او اېل خرڅونو كښې د 35 فيصده كمي كولو پريكړه كړې دغسې چې د سركاري خزانې زياته برخه په اولسي ښېګړه خرڅ كړې شي

مزید خبریں