کوئټه 31 مئي (اے پي پي) سينيټر ثمينه ممتاز زهري وئيلي دي پاك پوځ د نړۍ بهترين پوځ دے چې اعتراف ئې د ملګرو ملتونو پشمول ګرده نړۍ كوي۔ دا خبرې سينيټر ثمينه ممتاز زهري د ملګرو ملتونو د امن ورځ پحقله خپل بيان كښې كړې دي۔ دې ووئېل د ملګرو ملتونو په امن مشنز كښې په بېلا بېلو هېوادونو كښې امن لپاره پاك پوځ د وړومبي صف كردار لوبولې …
د ملګرو ملتونو په امن مشنز كښې په بېلا بېلو هېوادونو كښې امن لپاره پاك پوځ د وړومبي صف كردار لوبولې۔ سينيټر ثمينه ممتاز زهري

مزید خبریں
کوئټه 31 مئي (اے پي پي) سينيټر ثمينه ممتاز زهري وئيلي دي پاك پوځ د نړۍ بهترين پوځ دے چې اعتراف ئې د ملګرو ملتونو پشمول ګرده نړۍ كوي۔ دا خبرې سينيټر ثمينه ممتاز زهري د ملګرو ملتونو د امن ورځ پحقله خپل بيان كښې كړې دي۔ دې ووئېل د ملګرو ملتونو په امن مشنز كښې په بېلا بېلو هېوادونو كښې امن لپاره پاك پوځ د وړومبي صف كردار لوبولې او د پاك پوځ ځوانانو قربانۍ وركولو سره د پاك پوځ نامه روښانه كړې ده۔ دې ووئيل چې پاكستان نړيوال امن لپاره زيات پوځ تعينات كوٶنكو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې پاك پوځ او د پاكستان قام لپاره د اعزاز خبره ده۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش هم د پاكستان دورې په مهال امن لپاره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه كولو سره پاك پوځ ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ سينيټر ثمينه ممتاز زهري ووئيل د پاكستان د امن ډلو مړانه٬ غېر متنازعه او د وظيفائي حېثيت په هره كچه تسليم كړې شوې كومه چې د اعزاز خبره ده











