پېښور۔29 مئی(اے پی پی)د باجوړ ضلعي ډسټركټ اېمرجنسي افسر محمد سعد خان په هدايت د اتوار په ورځ ريسکيو 1122 باجوړ په ټوله ضلع کښي د ګرمۍ نه بچ کېدو لپاره د پوهاوي کمپائن پېل كړې دې۔ د ریسکیو 1122 اهلکارو د خار بازار په خلقو کښې د سختې ګرمۍ نه د بچ کیدو پمفلټونه وېشلې او هغوی ته یې وئیلي چې د اوسنۍ ګرمۍ نه بچ کېدو لپاره یخ …
د هيټ اسټروك نه بچ کېدو لپاره په باجوړ كښې د پوهاوي کمپائن پېل كړې شو

مزید خبریں
پېښور۔29 مئی(اے پی پی)د باجوړ ضلعي ډسټركټ اېمرجنسي افسر محمد سعد خان په هدايت د اتوار په ورځ ريسکيو 1122 باجوړ په ټوله ضلع کښي د ګرمۍ نه بچ کېدو لپاره د پوهاوي کمپائن پېل كړې دې۔ د ریسکیو 1122 اهلکارو د خار بازار په خلقو کښې د سختې ګرمۍ نه د بچ کیدو پمفلټونه وېشلې او هغوی ته یې وئیلي چې د اوسنۍ ګرمۍ نه بچ کېدو لپاره یخ مشروبات زياتو نه زيات وكاروي او په ګرمۍ كښې د كوم حاجت نه غېر د کورونو نه بهر نه وځي٬ كه د ضرورت له مخې د كور نه بهر تلل وي نو بيا دې په سر لونده كپړا يا توليه واچولې شي۔ دوئي اولس ته ووئيل چې د ضرورت په وخت د رېسکیو 1122 په ټال فري لمبر 1122 كال كولو سره د رېسكيو خذمات د خپل كور په درشل ترلاسه كړي۔








