اېبټ آباد ۔29مئی(اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) د اېبټ آباد ضلعې صدر ملك محبت اعوان په مانسهره كښې د وزيراعظم شهباز شريف په اولسي غونډه كښې ګډون لپاره د ګاډو يوې قافلې سره روان شو۔ په دې موقعه اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل په هېواد كښې د اړي ګړي سياست ته وده وركولې شي٬ عمران خان د 4 كلنې غوره كاركردګۍ په ښودلو كښې ناكامه …
د مسلم ليګ (ن) ضلعې صدر په مانسهره كښې د وزيراعظم په اولسي غونډه كښې ګډون لپاره روان شو

مزید خبریں
اېبټ آباد ۔29مئی(اے پی پی) د مسلم ليګ (ن) د اېبټ آباد ضلعې صدر ملك محبت اعوان په مانسهره كښې د وزيراعظم شهباز شريف په اولسي غونډه كښې ګډون لپاره د ګاډو يوې قافلې سره روان شو۔ په دې موقعه اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل په هېواد كښې د اړي ګړي سياست ته وده وركولې شي٬ عمران خان د 4 كلنې غوره كاركردګۍ په ښودلو كښې ناكامه پاتې شو اوس هغه اولس ته دھوكه وركولو له د دروغو پراپېګنډو په جوړولو كښی بوخت دې او ددې بدله به اولس د هغه نه په راتلونكو ټول ټاكنو كښې اخلي۔ اېبټ آباد ته په تلونكې قافله كښی ضلعي عمومي سېكتر ذوالفقار جاوېد عباسي ٬ د مسلم ليګ نون وياند سهېل اعوان ٬ سينئر نائب صدر سردار خالد او نور عهدېداران شامل وو۔








