پېښور 28 مئي (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ خېبرپښتونخوا صدر ايمل ولي خان پېښور كښې د عمران خان لخوا د خبريالانو سره د بدتميزۍ په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي اے اېن پي د آزاد صحافت علمبردار او د رائے اظهار په آزادۍ باور لري٬د عمران نيازي دا رويه متكبرانه ده او دا ډول رويې انسان تباه كوي۔د غندنې په بيان كښې د اے اېن پي صوبائي …
ايمل ولي خان د عمران خان لخوا د پېښور خبريالانو سره د بدتميزۍ غندنه وكړه

مزید خبریں
پېښور 28 مئي (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ خېبرپښتونخوا صدر ايمل ولي خان پېښور كښې د عمران خان لخوا د خبريالانو سره د بدتميزۍ په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي اے اېن پي د آزاد صحافت علمبردار او د رائے اظهار په آزادۍ باور لري٬د عمران نيازي دا رويه متكبرانه ده او دا ډول رويې انسان تباه كوي۔د غندنې په بيان كښې د اے اېن پي صوبائي صدر ايمل ولي خان ووئيل غېرجانبدار صحافت د قوي جمهوريت علامت دے٬مونږ خبريالې ورورولۍ سره ولاړ يو او وياړ لرو چې په پاكستاني مېډيا كښې رېښتونې وئيونكي خبريالان موجود دي۔ ده ووئېل پي ټي آئي صحافت هم تقسيم كړے او د خوښو خبريالانو ګروپونه ئې جوړ كړي۔نيازي تل د خپلې خوښې خبريالانو او يوټيوبرز سره مخ شوے كوم چې خبريالان نه د پي ټي آئي وركرز دي








