د پاكستان دفاع مضبوطه ده٬يوم تكبير د پاكستان پرمختګ او سالميت لپاره د بې لوثه خذمت كولو درس وركوي۔د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو

كوئټه 28 مئي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو د يوم تكبير په موقع د بلوچستان اولس پشمول ټول قام له مباركي وركولو سره وئېلي دي 24 كاله وړاندې د 28 مئي 1998 شوو اتومي چاودونو د پاكستان دفاع ناقابل تسخير جوړه كړې او پاكستان خپلو دښمنانو ته واضحه كړې چې مونږ د خپلو پولو حفاظت صلاحيت لرو۔د خالي په ورځ د وزيراعلٰی سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان …

كوئټه 28 مئي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو د يوم تكبير په موقع د بلوچستان اولس پشمول ټول قام له مباركي وركولو سره وئېلي دي 24 كاله وړاندې د 28 مئي 1998 شوو اتومي چاودونو د پاكستان دفاع ناقابل تسخير جوړه كړې او پاكستان خپلو دښمنانو ته واضحه كړې چې مونږ د خپلو پولو حفاظت صلاحيت لرو۔د خالي په ورځ د وزيراعلٰی سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو وئېلي دي د پاكستان اتومي صلاحيت د سوئېلي آسيا په منطقه كښې د طاقت توازن په ځاې ساتلو لپاره دے٬د پاكستان اتومي صلاحيت دا كارنامه زمونږ د راتلونكو نسلونو لپاره هم د وياړ وړ ده ٬هغه ټولو خلقو ته پېرزوئنې وړاندې كوو چا چې د دې كار لپاره بې لوثه خذمت كړے۔د بلوچستان وزيراعلٰی ووئيل د پاكستان دفاع مضبوطه ده٬يوم تكبير د پاكستان پرمختګ او سالميت لپاره د بې لوثه خذمت كولو درس وركوي او زه دا جذبه په ډاګه كوم چې مونږ به د خپل خوږ هېواد دفاع او حفاظت لپاره د كومې هم قربانۍ څخه ډډه نه كوو۔

مزید خبریں