لاهور 28 مئي (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف ريليف پېکيج سره به د خلقو ستونزې كمې شي٬ دا دے ھغه احساس كوم چې د شهباز شريف د اولسي خدمت خاصه ده او دا دے ھغه حقيقي ريليف كوم چې د وګړو په زخمونو لكه ملهم اېښودل دي۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل شهباز شريف د خدمت نوم دے او د …
د وزيراعظم شهباز شريف ريليف پېکيج سره به د خلقو ستونزې كمې شي۔ حمزه شهباز

مزید خبریں
لاهور 28 مئي (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف ريليف پېکيج سره به د خلقو ستونزې كمې شي٬ دا دے ھغه احساس كوم چې د شهباز شريف د اولسي خدمت خاصه ده او دا دے ھغه حقيقي ريليف كوم چې د وګړو په زخمونو لكه ملهم اېښودل دي۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل شهباز شريف د خدمت نوم دے او د عامو وګړو په غم د غمژن ٬ ده ووئېل عمران نيازي ته خو د احساس، اخلاقيات او تهذيب نه نابلده ئې ٬ ته د حكمرانۍ هېڅ حق نه لرې٬ ريليف خو لرې خبره ده تاسو څلور نيم كاله قام په تكليف كښې ساتلے ٶ۔ حمزه شهباز ووئيل لاس په دعا يم چې مونږ ته لوي څښتن دغسې د اولس د خدمت لا توفيق راكړي









