پېښور 27 مئي (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ خېبرپښتونخوا صوبائي مجلس عامله غونډه باچاخان مرکز پېښور كښې وشوه۔په غونډه كښې مرکزي سينئر نائب صدر امير حيدر خان هوتي، سيکرټري جنرل ميا افتخار حسين، صوبائي صدر ايمل ولي خان، صوبائي سينئر نائب صدر خوشدل خان، جنرل سيکرټري سردارحسين بابك او نورو غړو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال او اولسې مسئلو پشمول د ګوند په …
د عوامي نېشنل پارټۍ د خېبر پښتونخوا صوبائي مجلس عامله غونډه ٬ د هېواد په مجموعي مسياسي صورتحال او په اولسې مسئلو خبرې

مزید خبریں
پېښور 27 مئي (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ خېبرپښتونخوا صوبائي مجلس عامله غونډه باچاخان مرکز پېښور كښې وشوه۔په غونډه كښې مرکزي سينئر نائب صدر امير حيدر خان هوتي، سيکرټري جنرل ميا افتخار حسين، صوبائي صدر ايمل ولي خان، صوبائي سينئر نائب صدر خوشدل خان، جنرل سيکرټري سردارحسين بابك او نورو غړو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال او اولسې مسئلو پشمول د ګوند په تنظيمي او نورو چارو تفصيلي بحث وكړے شو۔دې څخه وړاندې د صوبائي مجلس غونډه په 25 مئي دغسې د کابينې غونډه په 26 مئي شوې وه،چې پكښې د اے اين پي مرکزي سينئر نائب صدر امير حيدر خان هوتي، سيکرټري جنرل مياں افتخار حسين او صوبائي صدر ايمل ولي خان پشمول نورو غړو ګډون كړے ؤ۔نن د خالي په ورځ په 28 مئي به د اے اين پي صوبائي کونسل غونډه هم كېږي،چې پكښې به ټول صوبائې غړي ګډون كوي،د غونډې مشري به صوبائي صدر ايمل ولي خان کوي۔ د غونډې نه پس به ماښام 6 بجې صوبائي صدر ايمل ولي خان او نور مرکزي او صوبائي قائدين باچا خان مرکز پېښور كښې پريس کنفرنس كوي۔









