پېښور 19 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د موسميات محكمې په صوبه كښې تر نهې ورځ دمه په دمه د باران امكان پېشنګوئي كړې ده ۔ د موسميات محكمې له مخئ د باران نوې لړۍ د مئي 19مې نيټې څخه د پېل كېدو امكان دے او د بارانونو دا لړۍ به تر نهې ورځ دمه په دمه دوام لري۔ پي ډي اېم اے ضلعي انتظاميې ته مراسله جاري كړې …
خېبرپښتونخوا كښې تر نهې ورځ دمه په دمه سره د باران امكان دے ٬ باران او سيلۍ سره به د ګرمۍ شدت كم شي
پېښور 19 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د موسميات محكمې په صوبه كښې تر نهې ورځ دمه په دمه د باران امكان پېشنګوئي كړې ده ۔ د موسميات محكمې له مخئ د باران نوې لړۍ د مئي 19مې نيټې څخه د پېل كېدو امكان دے او د بارانونو دا لړۍ به تر نهې ورځ دمه په دمه دوام لري۔ پي ډي اېم اے ضلعي انتظاميې ته مراسله جاري كړې چې ادارې د طوفاني باران او سيلۍ له مخې اړوندو ادارو ته د پېشګي اقدامات كولو امر كړے۔د موسميات څانګې له مخې د بارانونو او طوفاني هواګانو څخه د ګرمۍ په موجوده شدت كښې د 4 نه تر 6 سنټي ګرېډ د كمي امكان دے۔ د پي ډي اېم اے وياند له مخې سېلګري دې د مزل په مهال احتياط وكړي۔ د پي ډي اېم اے اېمرجنسي اپرېشن سنټر په بشپړه توګه فعاله دے










