حېدرآباد 19 مئي (اے پي پي) د شهيد بېنظير آباد ضلعې په بېلا بېلو ښاريو كښې د هيټ ويو رسپانس او كولنګ سنټر جوړ كړے شوي۔ د ضلعي انتظاميې هدايات له مخې د سختې ګرمۍ او هيټ ويو الرټ جاري كېدو نه پس په ټوله ضلع كښې اولس د هيټ ويو نه بچ كولو لپاره د سماجي او كاروباري تنظيمونو په مرسته دا سنټرز جوړ كړے شوي٬ په دې سنټرز …
د بېنظير آباد ضلعې په بېلا بېلو ښاريو كښې د هيټ ويو رسپانس او كولنګ سنټر جوړ كړے شول
حېدرآباد 19 مئي (اے پي پي) د شهيد بېنظير آباد ضلعې په بېلا بېلو ښاريو كښې د هيټ ويو رسپانس او كولنګ سنټر جوړ كړے شوي۔ د ضلعي انتظاميې هدايات له مخې د سختې ګرمۍ او هيټ ويو الرټ جاري كېدو نه پس په ټوله ضلع كښې اولس د هيټ ويو نه بچ كولو لپاره د سماجي او كاروباري تنظيمونو په مرسته دا سنټرز جوړ كړے شوي٬ په دې سنټرز كښې شربتونه٬ يخې اوبو سره سره د ناستې انتظام هم شوے ۔ د دې نه علاوه د ضلعي انتظاميه لخوا د صحت محكمې په مرسته د پي اېم سي روغتون پشمول د ضلعې د صحت په ټولو مركزونو كښې د هېټ ويو څخه د متاثره كسانو درملنې لپاره سنټرز او وارډ جوړ كړے شوي۔ د ضلعي اتنظاميې لخوا اولس ته غږ شوے چې د ګرمۍ موجوده سختې چپې په مهال د كورونو نه غېر ضروري وتلو څخه ډډه وكړي










