فېصل آباد 18 مئي (اے پي پي)د پنجاب د زراعت محكمې وياند وئېلي دي د ارسا رپورټ ترمخه د نورو صوبو غوندې پنجاب كښې هم سږ كال د خريف په موسم كښې د اوبو كمے دے۔د خريف په موسم كښې په مهم فصلونو كښې د پومبې د فصل كرلو عمل روان دے٬د پومبې كروندګر دې د كر نه وړاندې زمكه په ښه ډول په ليزر لينډ ليولر هواره كړي دغسې …
لكه د نورو صوبو پنجاب كښې هم د خريف په موسم كښې د اوبو كمے شته ۔د ارسا رپورټ

مزید خبریں
فېصل آباد 18 مئي (اے پي پي)د پنجاب د زراعت محكمې وياند وئېلي دي د ارسا رپورټ ترمخه د نورو صوبو غوندې پنجاب كښې هم سږ كال د خريف په موسم كښې د اوبو كمے دے۔د خريف په موسم كښې په مهم فصلونو كښې د پومبې د فصل كرلو عمل روان دے٬د پومبې كروندګر دې د كر نه وړاندې زمكه په ښه ډول په ليزر لينډ ليولر هواره كړي دغسې چې د اوبو كمے فصل متاثر نه كړي۔وياند وئېلي دي كروندګر دې د پومبې منظور شوي تخمونه وكري او د اوبو كمي مخ سيمو كښې دې په لږو اوبو د كېدونكو تخمونو معلومات د ځايې زرعي پوهانو نه ترلاسه كړي۔ده ووئيل د دې نه علاوه د اوبو او سرې د 35 نه تر 40 فيصده بچت لپاره د اوبه خور د اصلاح لپاره د معرف كړي ډرېپ ايريګېشن په مرسته د پومبې فصل په نازكو مرحلو كښې لكه د ژرړو نيولو ٬د ګلونو كولو او د پومبې جوړولو په مهال اوبه خور ضرور وكړي۔ده ووئيل د پومبې فصل لپاره د نورو بوټو او ګيا لرې كول ډېر اهميت لري ځكه چې دغه بوټي د پومبې د بوټو برخه اوبه څښي چې ورسره پیداواري لګښت زياتېږي او د پومبې پېداوار هم ځپلے كېږي










